۰

د میدان وردګو، بهسود کې ۷ برمته شوي کوچیان خوشي شول

پنجشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۱۰
د میدان وردګو ولایت د چارواکو په هلو ځلو هغه ۷ تنه کوچي وګړي، چې د یاد ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ځايي خلکو له خوا برمته او نامعلوم لوري ته وړل شوي خوشي شول.
د میدان وردګو، بهسود کې ۷ برمته شوي کوچیان خوشي شول
د میدان وردګو ولایت د چارواکو په هلو ځلو هغه ۷ تنه کوچي وګړي، چې د یاد ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ځايي خلکو له خوا برمته او نامعلوم لوري ته وړل شوي خوشي شول.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه کوچیان د چنګاښ په دویمه د مازیګر پر څلورو بجو د حصه اول بهسودو ولسوالۍ بازار ته راکښته شوي وو، چې ځايي خلکو نیولي وو.
دغه کسان تېره ورځ د ولایت مقام او قومي مخور په مرسته راخوشي او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
په ورته وخت کې د ولسمشر له لورې د کوچي او ځای میشتو ترمنځ د شخړې د هوارۍ په موخه ټاکل شوې کمیټه حصه اول بهسودو ولسوالۍ ته رسېدلې.
د دغه کمېټې مشر موسی هوتک کوي او تر اوسه یې له ځاي او کوچي مشرانو سره څو ځلې ناسې پاستې کړې، تر څو په یاده سیمه کې د ځايي خلکو او کوچیانو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.
د میدان وردګو والي حیات الله حیات د مخورو ،جلریز او حصه اول بهسودو ولسوالانو او نورو څخه مننه وکړه، چې د اوو تنو کوچیانو د خوشي کېدو په برخه کې له ولایت مقام سره یو ځای هلې ځلې وکړې .
نوموړی همدا راز د کمیټې د چارو له پیل خوښي ښکاره کړه او هیله یې څرګنده کړه،چې د یادې اوږد مهالې کلنۍ شخړې د مخنیو لپاره به اساسي حل لارې چارې ومومي .
جمهور آژآنس:میدان وردګ
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین