۰

د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ

پنجشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۵۷
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني سرتېرو له خوا د مخ ته راتلو او بریدونو په تړاو کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ.
د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني سرتېرو له خوا د مخ ته راتلو او بریدونو په تړاو کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وايي، د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي پاکستان له سفیر سره په خبرو کې د افغانستان په خاوره د پاکستاني سرتېرو برید د اصولو خلاف او ناوړه کار وباله.
دی
په دغه نښته کې د افغان ځواکونو یو سرحدي افسر قوماندان نجیب الله هم شهید شو، خو په مقابل کې یې ۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
وايي، د پاکستان سفیر ژمنه وکړه چې دا ستونزه به هرومرو له خپلو چارواکو سره شریکوي.
باید وویل شي، چې وړمه شپه د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې ډېورنډ کرښې ته نېږدې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې وه.
دغه نښته هغه مهال رامنځ ته شوې، چې کله پاکستاني ځواکونو هڅه کوله له ډېورنډ پولې دې خوا ته تسیسات جوړ کړي خو د افغان سرحدي ځواکونو له خوا یې مخنیوي وشو، او نښته رامنځ ته شوه.
په دغه نښته کې د افغان ځواکونو یو سرحدي افسر قوماندان نجیب الله هم شهید شو، خو په مقابل کې یې ۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت هم په دغه نښته کې د ۸ پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو پخلي کړی دی.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین