۰

ملي امنیت کندهار کې څلور غلچکي برید ګر نیولي دي

شنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۲۳
چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو په کندهار ولایت کې هغه څلور تنه غلچکي برید ګر نیولي، چې په ښار او ولسوالیو کې یې لوړي دولتي چارواکي او بانفوذه اشخاص له منځه وړل.
ملي امنیت کندهار کې څلور غلچکي برید ګر نیولي دي
چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو په کندهار ولایت کې هغه څلور تنه غلچکي برید ګر نیولي، چې په ښار او ولسوالیو کې یې لوړي دولتي چارواکي او بانفوذه اشخاص له منځه وړل.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه کسان تېره ورځ په کندهار ښار کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا په عملیاتو کې نیول شوي دي.
د کندهار ولایت څخه خپره شوې خبر پاڼه وايي، نیول شویو کسانوو به لومړى دولتي اشخاص تثبيت او وروسته به يې وژل.
سرچینه زیاتوي، دغه کسانو څه موده وړاندې دعامې روغتيا ریيس ډاکتر عبدالقيوم پخلا باندې هم برید کړی و، چې هغه په کې ټپي شوی وو.
خبرپاڼه وايي، يادو کسانو په کندهار ښار او ولسواليو کې د هدفي وژنو تر څنګ نور تروريستي، ځانمرګي او بېلابېلو دولت ضد فعاليتونو کې هم برخه اخيستې وه.
دغو کسانو پر خپلو فعاليتونو اعتراف هم کړى دى، له دوى څخه يوه عراده موټر سايکل، يو ميل تفنګچه، دوی قبضې برچې او څلور قطعې د پاکستان هېواد د هويت کارټونه ځينې تر لاسه شوي دي.
خبرپانه کې د يادو کسانو هويت په دې ډول ښودل شوى شاولي مشهور په احسان الله او خالد د حقداد زوى اصلي دکندهار ولايت د ژړى ولسوالۍ د پاشمول د کلي او فعلي د کندهار ښار د ٣ ناحيي اوسيدونکي.
ذبير احمد د عبدالصمد زوى اصلي د کندهار ولايت دسپين بولدک ولسوالۍ او فعلي د کندهار ښار د لمړۍ ناحيي اوسيدونکى.
ياقوت د حاجي غلام اکا زوى او عبدالغني د عبدلقيوم زوى اصلي پنجوايي ولسوالۍ د سپيراون د کلي او فعلي د کندهار ښار او سيدونکي.
تر اوسه وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین