۰

امریکا وايي، د داعش د ځانمرګو بریدونو امیر یې وژلی

شنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۴۰
امریکا وايي، د داعش ډالې جګپوړی غړی او د ځانمرګو بریدونو او وسلو د لېږد مشر او همږونکی طارق العوني الحرزي د بې پیلوټه په برید کې وژلی دی.
امریکا وايي، د داعش د ځانمرګو بریدونو امیر یې وژلی
امریکا وايي، د داعش ډالې جګپوړی غړی او د ځانمرګو بریدونو او وسلو د لېږد مشر او همږونکی طارق العوني الحرزي د بې پیلوټه په برید کې وژلی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د امریکا پوځ ویلي، چې طارق العوني الحرزي تېره میاشت د سوریه په شمال ختيځ شديدي ښارګوټي کې وژل شوی و.
دوی وايي طارق العوني الحرزي په عراق کې د ځانمرګو بريدونو او له ليبيا نه سوريې ته د وسلو لېږد همغږی کوونکی و.
د پېنټاګون يوه وياند ويلي د الحرزي مرګ داعش ته يو لوی ګوزار دی، او دا به يې سوريې او عراق ته د بهرنيو اورپکو او ترهګرو په ورجلبولو کې د ډلې پر توان اغېز وکړي.
باید وویل شي، چې امریکا د طارق العوني الحرزي پر سر ۳ ميليون ډالر ايښي وو.
خو داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین