۰
جاوید فیصل:

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون د رییس پر سر اختلافات لا شته

شنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۴۹
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وايي، د ملي یووالي حکومت مشران لا هم د انتخاباتي اصلاحاتو د کمېسیون د مشر په ټاکلو نه دي سلا شوي او تر منځ یې اختلافات شته.
د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون د رییس پر سر اختلافات لا شته
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وايي، د ملي یووالي حکومت مشران لا هم د انتخاباتي اصلاحاتو د کمېسیون د مشر په ټاکلو نه دي سلا شوي او تر منځ یې اختلافات شته.
د جمهور آژانس د خبر
نوموړي له آزادۍ رادیو سره په مرکه کې ویلي: د ملي وحدت حکومت یو اړخ پلان لري چې په دې کمیسیون کې هغه اشخاص راشي چې هغوی خپله په تقلب کې لاس لرل او هغوی خپله له تقلب څخه دفاع کړې؛ خو د ملي وحدت حکومت بل اړخ بیا دې مسالې ته متوجه دی او بحث یې هم دا دی هغه اشخاص چې په دې کمیسیون کې ګمارل کیږي باید له تقلب څخه پاک کسان وي او کارونه یې د افغانانو لپاره د منلو وړ وي.
له مخې ښاغلي فیصل ویلي، چې د ملي یووالي حکومت یو اړخ پلان لري، چې په یاد کمېسیون کې هغه کسان وګومارل شي، چې هغوی خپله په تقلب کې لاس لري او هغوی خپله له تقلب څخه دفاع کړې.
نوموړي له آزادۍ رادیو سره په مرکه کې ویلي: د ملي وحدت حکومت یو اړخ پلان لري چې په دې کمیسیون کې هغه اشخاص راشي چې هغوی خپله په تقلب کې لاس لرل او هغوی خپله له تقلب څخه دفاع کړې؛ خو د ملي وحدت حکومت بل اړخ بیا دې مسالې ته متوجه دی او بحث یې هم دا دی هغه اشخاص چې په دې کمیسیون کې ګمارل کیږي باید له تقلب څخه پاک کسان وي او کارونه یې د افغانانو لپاره د منلو وړ وي.
له بلې خوا د جمهوري ریاست ﻳﻮﻱ ﺳﺮﭼﻴﻨﻲ ﺩ ﻧﻮﻡ ﻧﻪ ښودلو ﭘﻪ ﺷﺮﻁ ازادي راډيو ته ویلي، چې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د رییس د ټاکل کېدو په اړه ټول کارونه بشپړ شوي او ډير ژر به اعلان شي.
باید وویل شي، چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون د روان کال د ثور په میاشت کې په انتخاباتي نظام کې د اصلاح په هدف رامنځ ته شو؛ خو تر اوسه یې کار نه دی پیل کړی.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین