۰

برېتانیا کې یو افغان ژباوړنکي په ۸ میاشتې بند محکوم شو

يکشنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۲۵
یو افغان ژباړونکی چې په افغانستان کې یې د برېتانوي پوځیانو ترجماني کړې ده، په برېتانیا کې په ۸ میاشتې بند محکوم شوی دی.
برېتانیا کې یو افغان ژباوړنکي په ۸ میاشتې بند محکوم شو
یو افغان ژباړونکی چې په افغانستان کې یې د برېتانوي پوځیانو ترجماني کړې ده، په برېتانیا کې په ۸ میاشتې بند محکوم شوی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه محکوم شوی زپاړن جمشېد اصف نومېږي او له خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو سره په برېتانیا کې اوسېږي،
د برېتانیا ډیلي مېل ورځپاڼې ویلي، جمشېد اصف وروسته له هغې په بند محکوم شو، چې یوې اومیندواره مېرمنې ته یې لاس اچولی او هغه یې مچو کړې ده.
د ورخپاڼې د معلوماتو پر بنسټ دغه اومیندواره مېرمن چې کله په موټر کې کېناسته نو ۲۸ کلن جمشېد اصف لاس وراچولی او مچو کړې یې ده.
ورځپاڼه وايي، خپله جمېښد ادعا کوي چې د یادې مېرمنې په خندا او سرو شونډو وغولېده.
نوموړي ویلي، کله چې ښځې ورته وختدل دغه فکر وکړ، چې د جنسي اړیکې بلنه یې ورکړې ده.
په ورته وخت کې د اصف د دوسیې څارنوال وايي، نوموړي لومړی یې له ښځې د جنسي اړیکو غوښتنه کړې او مخکې تر دې چې ښځه ورڅخه موټر ته سپره شي، هغې ته یې لاس اچولی او په زوره یې مچه کړې ده.
د څارنوال په وینا، ښځې اصف ته ویلي چې ورڅخه لېري شي، حامله ده خو اصف یې خبرو ته غوږ نه دی نیولی.
باید وویل شي، جمشېد به د دې ترڅنګ چې اته میاشتې په بند کې تېروي، د لسو کلونو په مخه د جنسي تېریګر په توګه راجستر وي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین