۰

کابل کې پر بهرنیانو ځانمرګی برید وشو

سه شنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۳۸
څو شېبې وړاندې د کابل د شاه شهید په سیمه کې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید وشو، چې د عیني شاهدانو په وینا مرګ ژوبله یې ورته اړولې.
کابل کې پر بهرنیانو ځانمرګی برید وشو
څو شېبې وړاندې د کابل د شاه شهید په سیمه کې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید وشو، چې د عیني شاهدانو په وینا مرګ ژوبله یې ورته اړولې.
په سیمه کې عیني شاهدان وايي، دغه چاودنه په ولسي جرګه کې د پکتیا د استازي ګل پاچا مجیدي کور ته نېږدې پر بهرنیو ځواکونو شوې ده.
عینی شاهدان وايي، ځانمرګي برید کوونکي په یاده سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په موټر حمله وکړه چې په وینا یې یو زرع موټر زیانمن شو.
تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته خو عیني شاهدان وايي زیاتره مرګ ژوبله ښايي بهرنیو ځواکونو ته اوښتې وي.
سیمه دا مهال د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده ده او د کابل امنیه قوماندان هم سیمې ته رسېدلی، خو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه د قیق معلومات نه دي ورکړل شوي.
جزیات به وروسته خپاره شي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین