۰

هلمند کې ۱۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سه شنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۳۷
سیمه ییزې سرچینې وايي، په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو او عام نظم پولیسو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هلمند کې ۱۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییزې سرچینې وايي، په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو او عام نظم پولیسو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نښته هغه مهال رامنځ ته شوې، کله چې وسله والو طالبانو په کجکي ولسوالۍ کې د عامه نظم ساتنې د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ.
د کجکي ولسوالۍ یوه سیمه ییزه سرچینه د نوم ښودلو په شرط وايي،
سرچینه زیاتوي، چې په دې نښته کې د عامه نظم ساتنې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د عامه نظم پولیسو په ځوابیه برید کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې نښته کې د عامه نظم ساتنې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
که څه هم ځايي سرچینې وايي، د عامه نظم پولیسو تکتیکي شاتګ کړی او دوه پوستې طالبانو نیولې، خو وسله والو طالبانو تر اوسه د جګړې او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
له هلمند د وسله والو د مرګ ژوبلې خبر پر داسې مهال ورکولو کېږي، چې د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېور ۲۴ ساعتونو کې ۳۲ وسله وال وژل شوي، ۲۰ ټپیان او دوه ژوندي نیول شوي دي.
جمهور آژآنس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین