۰

کنړ کې ۳۰ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

سه شنبه ۶ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۱۹
امنیتي چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې د امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو په ګډون ۴۰ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته.
کنړ کې ۳۰ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته
امنیتي چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې د امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو په ګډون ۴۰ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه نښته نن سهار وختي د کنړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې وسله والو طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.
د کنړ امنیه قوماندان جنرال عبدالحبیب سیدخیل وايي، په دغه نشته کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، دغه راز په جګړه کې شپږ افغان سرتېري او څلور تنه ولسي وګړي هم ټپیان شوي دي.
تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
کنړ د افغانستان په ختیځ کې یو له هغه ناامنه ولایتونو دی، چې وخت ناوخت په کې ورته نښتې رامنځ ته کېږي.
امنیتي چارواکي وايي، وسله وال له ډېورنډ پولې را اوړي او دلته پر امنیتي پوستو بریدونه کوي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین