۰

ننګرهار کې د داعش ډلې دوه سرګروپان وژل شوي

سه شنبه ۶ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۴۸
امنیتي چارواکي وايي، افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې دوه سرګروپان وژلي او شپږ نور یې ژوندي نیولي دي.
ننګرهار کې د داعش ډلې دوه سرګروپان وژل شوي
امنیتي چارواکي وايي، افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې دوه سرګروپان وژلي او شپږ نور یې ژوندي نیولي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې داعش ډلې ته دغه مرګ ژوبله تېره شپه د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په هدیه خېلو سیمه کې اوښتې ده.
د ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد وايي افغان ځانګړو ځواکونو
د ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد وايي افغان ځانګړو ځواکونو په یاده سیمه کې یو لړ عملیات تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې دوه مشهور سرګروپان غلام فاروق او میرویس وژلي او شپږ نور یې ژوندي نیولي دي.
په یاده سیمه کې یو لړ عملیات تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې دوه مشهور سرګروپان غلام فاروق او میرویس وژلي او شپږ نور یې ژوندي نیولي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې له دغه وسله والو څخه ۶ميله کلاشنکوف، يو ميل دراز کوف، څلور عدد مخابرې، دوه ميله تفانچې، دوه ميله چرايز ،٢٠ عدد لاسي بمونه ، ٢٨ عدد د کلاشنکوف شاجرونه، دوه د تصوير اخستلو کمري او يو عراده موټر سايکل هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د فضل احمد شېرزاد په خبره پولیس له نورو امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ او یو ځای هڅه کوي، تر څو په ننګرهار کې امنیت ډاډمن کړي.
باید وویل شي، چې په تېره میاشتې کې هم په ننګرهار ولایت کې داعش ډلې ته سخت زیانونه اوښتي دي.
تېره میاشت په دغه ولایت کې د داعش د خراسان د مشهور قوماندانانو حافظ سعید او شاهدالله شاهد په ګډون ۶۰ تنه داعشیان وژل شوي وو.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین