۰

د هلمند د نوزاد ولسوالي طالبانو نیولې

پنجشنبه ۸ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۱۹
امنیتي سرچینې او د ولایتي شورا غړي وايي، د هلمند ولایت نوزاد ولسوالۍ د دولت د وسله والو مخالفینو لاس ته لوېدلې ده.
د هلمند د نوزاد ولسوالي طالبانو نیولې
امنیتي سرچینې او د ولایتي شورا غړي وايي، د هلمند ولایت نوزاد ولسوالۍ د دولت د وسله والو مخالفینو لاس ته لوېدلې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د هلمند د ولایتي شورا استازی عطاالله افغان رسنیو ته ویلي، چې د نوزاد ولسوالۍ تېره ورځ د طالبانو لاس ته ولوېده.
د هغه په وینا په یاد ولسوالۍ له تېرو څو وروځو راهیسې سخته جګړه روانه، چې تېره ورځ مخالفین وتوانېدل تر خپل کنټرول لاندې یې راولي.
نوموړی زیاتوي، چې په دغه جګړه کې ۸ افغان پوځیان او ۴ تنه پولیس هم وژل شوي، خو د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
د هلمند چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو رپوټونه وایي افغان ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې سخت هوايي بریدونه کړي دي.
په ورته وخت کې د هلمند يوه لوړپوړې امنيتي سرچينه هم ویلي، چې د نوزاد ولسوالۍ له اوږدې جګړې وروسته سقوط کړى.
سرچینې زیاته کړې چې امنيتي ځواکونه د ولسوالۍ د مقر سوېل لور ته په شپږ کيلومترۍ کې د انوګينه په سيمه کې دي او د دواړوو خواوو ترمنځ جګړه روانه ده.
بل خوا طالب ویاند قاري یوسف احمدي هم د نوزاد د نیولو پخلی کوي او وایي ۳۷ افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په شمال کې هم طالبانو یوه ولسوالي تېره ورځ تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.
جمهور آژآنس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین