۰

کندهار کې ترافیکي پېښې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

پنجشنبه ۸ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۲۶
چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
کندهار کې ترافیکي پېښې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د کندهار- کابل پر لویه لار رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د امینې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وایي، پېښه د یوه ۳۰۳ او یوه ټونس موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې په ترافیکي پېښه کې دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي، چې ټپیان روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند وویل چې دواړه موټر چلوونکي نیول شوي او دا مهال پوښتنې ترې روانې دي.
باید وویل شي، چې د کندهار- کابل پر لویه لار زیاتره ترافیکي پېښې د ۳۰۳ موټرونو د ګړندي تګ له امله رامنځ ته کېږي.
جمهور آژآنس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین