۰

زابل کې ۱۶ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

شنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۰۷
امنیتي چارواکي وايي، په زابل ولایت کې د پولیسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې د یوه پولیس په ګډون ۱۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
زابل کې ۱۶ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته
امنیتي چارواکي وايي، په زابل ولایت کې د پولیسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې د یوه پولیس په ګډون ۱۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه نښته نن سهار د مرکز کلات اړوند په تبقسخر سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د زابل د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد فواد عسکري وايي، نښته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو په یاده سیمه کې د پولیسو پر امنیتي پوسته برید وکړ.
دی زیاتوي، چې د طالبانو په برید کې یو پولیس وژل شوی خو د پولیسو په ځوابیه برید کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
نوموړی وايي، له جګړې وروسته د طالبانو یو کرولا موټر او مهامت هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس:زابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین