۰

په داخلي بريد کې دوو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

شنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۲۳
چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې یو تن پولیس پر خپلو پولیس ملګرو ډزې کړې او دو تنو پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
په داخلي بريد کې دوو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته
چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې یو تن پولیس پر خپلو پولیس ملګرو ډزې کړې او دو تنو پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه نن غرمه مهال د کندهار ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کابل دوه لارې د برېښنا ریاست ته څېرمه رامنځ ته شوې.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، د پولیسو تر منځ لومړی لفظي شخړه رامنځ ته شوې او وروسته یوه تن پر نورو ډزې کړې.
دی وايي په برید کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.
دا چې برید کوونکی پولیس نیول شوی او که نه د والي ویاند څه نه دي ویلي، خو وايي پلټنې روانې دي او د پېښې په اړه به وروسته جزیات وړاندې کړي.
جمهور آژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین