۰

د ټاپي پروژې کار د روان میلادي کال په پای کې پیلېږي

سه شنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۳۳
لوړ پوړي پاکستاني چارواکي وايي، چې د ټاپي پروژې کار به د روان میلادي کال په وروستۍ ډسمبر میاشت کې پیل شي.
د ټاپي پروژې کار د روان میلادي کال په پای کې پیلېږي
لوړ پوړي پاکستاني چارواکي وايي، چې د ټاپي پروژې کار به د روان میلادي کال په وروستۍ ډسمبر میاشت کې پیل شي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ټاپي پروژه د ګازو هغه نل لیکه ده، چې د منځي ختیځ او
که څه هم د دغه پروژې د پیل پر سر له تېرو څو کلونو خبرې اترې روانې وي، خو تخنیکي کار په افغانستان کې د روانو ناامنیو له امله ځنډېدلی وو، خو اوس د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف دفتر ویل چې د دې پروژې کار به پیل شي.
جنوبي اسیا ترمنځ پیلېدونکې ده.
دا نل لیکه د افغانستان او پاکستان په خاوره کې تېرېږي چې په کسپین سمندرګي کې د ترکمنستان طبعیي ګاز به تر هنده ورسوي.
که څه هم د دغه پروژې د پیل پر سر له تېرو څو کلونو خبرې اترې روانې وي، خو تخنیکي کار په افغانستان کې د روانو ناامنیو له امله ځنډېدلی وو، خو اوس د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف دفتر ویل چې د دې پروژې کار به پیل شي.
د نواز شریف له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، د ترکمنستان چارواکو پرون ویلي چې په ډسمبر کې به د نل لیکې له پاره د ځمکې کېندل پیل شي.
باید وویل شي، چې د دې پروژې مالي لګښت ۱۰ میلیارده ډالر اټکل شوی او د اسیاپراختیايي بانک یې تمویلوي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین