۰

د افغانستان او المان د دوستی سلمه کلیزه ولمانځل شوه

يکشنبه ۸ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۰۶
د المان د بهرنیو چارو وزیر اشټاین بایر کابل ته راورسېده او د ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره د یوې ناستې پر مهال د افغانستان او المان تر منځ د دوستانه اړیکو سلمه کلیزه ولمانځله.
د افغانستان او المان د دوستی سلمه کلیزه ولمانځل شوه
د المان د بهرنیو چارو وزیر اشټاین بایر کابل ته راورسېده او د ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره د یوې ناستې پر مهال د افغانستان او المان تر منځ د دوستانه اړیکو سلمه کلیزه ولمانځله.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان او المان د دوستۍ سل کاله پوره شول او دغه سلمه کلیزه نن په ارګ کې ولمانځل شوه.
په یاده غونډه کې ولسمشر غني د افغانستان
ښاغلي غني په خپلو خبرو کې وویل«د افغانستان او المان اړیکې د شاه امان الله خان له دورانه شروع شوې دی، المان په تېرو سلو کلونو کې له موږ سره نېږدې اړیکې درلودې، دغه هېواد له موږ سره نېږدې پاتې شوی او مرستې یې راسره کړې دي.»
او المان پر دوستانه اړیکو راڼا واچوله او ویې ویل، چې د افغانستان او المان د اړیکو په اړه باید تاریخ ولولو.
ښاغلي غني په خپلو خبرو کې وویل چې المان د افغانستان یو دوست هېواد دی او په تېرو سلو کلونو کې یې له افغانستان سره ښې اړیکې درلودې او تل د افغانانو تر څنګ پاتې شوی دی.
ښاغلي غني په خپلو خبرو کې وویل«د افغانستان او المان اړیکې د شاه امان الله خان له دورانه شروع شوې دی، المان په تېرو سلو کلونو کې له موږ سره نېږدې اړیکې درلودې، دغه هېواد له موږ سره نېږدې پاتې شوی او مرستې یې راسره کړې دي.»
ښاغلي غني په تېرو ۱۴ کلونو کې له افغانستان سره دالمان مرستې وستایلې او ویې ویل چې المان پر دې مرستو سربېره په افغانستان کې ګڼ شمېر پروژې هم پلې کړې دي.
په غونډه کې د المان د بهرنیو چارو وزیر اشټاین بایر هم د افغانستان او المان په اړیکو رڼا واچوله او ویې ویل چې په تېرو سلو کلونو
هغه په خپلو خبرو کې وویل«د افغانستان له پاره سوله اړینه ده، او لا هم د سولې د راتلو له پاره امید واري شته، موږ هیله لرو، چې افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي او موږ په دې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکو.
کې افغانستان او المان ښې اړیکې درلودې.
ده زیاته کړه، چې المان تل او په تېره بیا په وروستیو ۱۴ کلونو کې له افغانستان سره ډېرې مرستې کړې او دغه مرستو ته به نور هم دوام ورکړي.
د المان د بهرنیو چارو وزیر په وینا که څه هم له افغانستان سره ډېرې مرستې شوې، خو په وینا یې افغانستان کې نور باید سوله راشي او دغه هېواد په خپلو پښو ودرېږي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل«د افغانستان له پاره سوله اړینه ده، او لا هم د سولې د راتلو له پاره امید واري شته، موږ هیله لرو، چې افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي او موږ په دې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکو.»
باید وویل شي، چې المان په تېرو ۱۴ کلونو کې چې نړیواله ټوله افغانستان ته راغلې له افغانستان سره ډېرې مرستې کړې، چې زیاتره یې د افغان پولیسو د روزنې په برخه کې دي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین