۰

د بلوچستان پر جيوني هوايي ډګر برید کې یو تن وژل شول

دوشنبه ۹ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۴۰
رپوټونه وايي، وسله والو کسانو د پاکستان بلوچستان ایالت پر هوايي ډګر (جیوني) باندې برید کړی او دریو انجینرانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د بلوچستان پر جيوني هوايي ډګر برید کې یو تن وژل شول
رپوټونه وايي، وسله والو کسانو د پاکستان بلوچستان ایالت پر هوايي ډګر (جیوني) باندې برید کړی او دریو انجینرانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه برید تېره ورځ سهار وختي د بلوچستان د ساحلي ښار ګوادر په «جيوني» سيمه کې موجود هوايي ډګر باندې شوی.
پاکستاني پولیسو ویلي، وسله والو موټر سایکل سپرو په دغه هوايي ډګر برید کړی، چې له امله یې یو انجینر وژل شوی، یو بل ټپی او یو انجینر هم وسله والو له ځان سره ژوندی بېولی دی او له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.
پولیسو وايي وژل شوی انجینر خلیل الله نومېږي چې د هوايي چلن انجینر و، او تښتول شوی انجینر محمود الله نومېږي، چې د برېښنا انجینر وو.
دوی زیاته کړې، چې د برید کوونکو شمېر لس تنه وو او په دغه برید کې د هوايي ډګر راډار سيسټم په بشپړه توګه زيانمن شوى دى.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین