۰

غزني کې ماین چاودنې شپږ ولسي وګړي و وژل

سه شنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۵۶
د غزني چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ۹ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
غزني کې ماین چاودنې شپږ ولسي وګړي و وژل
د غزني چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ۹ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د غزني ولایت ده یک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي وايي، چاودنه د ولسي وګړو په زرنج موټر سایکل باندې شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې شپږ تنه ولسي وګړي وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي، چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا چې ماین د چا له خوا خښ کړای شوی و، خو د والي مرستیال یې پړه د دولت پر وسله والو مخالفینو واچوله.
تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
باید وویل شي د سړک د غاړې ماین چاودنې یو له غه سترو ننګونو دي، چې زیاتره وخت یې مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوړي.
جمهور آژانس:غزني
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین