۰

کندوز کې دوه طالبانو خپل ۱۴ ملګري وژلي

سه شنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۲۳
امنیتي چارواکي وايي، په کندوز ولایت کې دوه طالبانو خپل ۱۴ تنه ملګري وژلي او وروسته د افغان ځواکونو سره یو ځای شوي دي.
کندوز کې دوه طالبانو خپل ۱۴ ملګري وژلي
امنیتي چارواکي وايي، په کندوز ولایت کې دوه طالبانو خپل ۱۴ تنه ملګري وژلي او وروسته د افغان ځواکونو سره یو ځای شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د کندوز د امنیه قوماندان ویلي چې دغه پېښه تېره شپه د دې ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د یکه توت په سیمه کې رامنځ ته شوې.
د کندوز امنیه قوماندان محمد قسم جنګل باغ ویلي، چې د مخالفینو په منځ کې دوو همکارو کسانو د ملا باز محمد په مشرۍ د مخالفینو ۱۴ کسیزه ډله د امام صاحب ولسوالۍ یکه توت سیمه کې وژلې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې برید کوونکو طالبانو له افغان امنیتي ځواکونو سره د اړیکې په لرلو دا کار کړی دی او ۱۴ میله وسې یې هم امنیتي ځواکونو ته پاتې شوې دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس:کندوز
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین