۰

وسله والو ۹ پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

چهارشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۵۲
رپوټونه وايي د ډېورنډ کرښې پورې غاړې خیبرپښتونخوا کې وسله والو کسانو پر پاکستاني پولیسو برید کړی او ۹ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
وسله والو ۹ پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله
رپوټونه وايي د ډېورنډ کرښې پورې غاړې خیبرپښتونخوا کې وسله والو کسانو پر پاکستاني پولیسو برید کړی او ۹ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د خیبرپښتونخوا پېښور ښار په ۱۲ کلیومترۍ کې په اورمړو سیمه کې شوې ده.
پاکستاني پولیس وايي، برید د پولیسو په هغه ګزمه شوی چې په سیمه کې پر عملیاتو بوخت وو.
د اورمړو پولیسو ویلي، چې په دغه برید کې درې تنه پولیس وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په خیبراېجنسۍ کې هم د پاکستاني ځواکونو په یوه موټر په ځانمرګي برید کې د امنیتي سرتېرو په ګډون ۴ تنه و وژل شول او ۵۶ تنه نور ټپیان شوي وو
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین