۰

ننګرهار کې ۵۳ تنه وسله وال د سولې پروسې سره یو ځای شول

چهارشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۳۳
د ننګرهار د سولې ولایتي شورا وايي، ۵۳ تنه دولت ضد وسله وال له خپلو وسلو سره یو ځای له جګړې لاس په سر او د سولې له پروسې سره یو ځای شول.
ننګرهار کې ۵۳ تنه وسله وال د سولې پروسې سره یو ځای شول
د ننګرهار د سولې ولایتي شورا وايي، ۵۳ تنه دولت ضد وسله وال له خپلو وسلو سره یو ځای له جګړې لاس په سر او د سولې له پروسې سره یو ځای شول.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه کسان تېره ورځ د سولې د ولایتي کمېټي، امنیتي او کشفي اروګانونو هڅو له جګړې لاس اخیستی دی.
د ننګرهار د سولې ولايتي شورا مشر حاجي ملک نذير وايي، دغه وسله والو د ننګرهار په غني خېلو، نازيانو، اچين، سپين غر او مومندرې ولسواليو کې د امارت تر مشرۍ لاندې د دولت او خلکو پر ضد فعالیت درلود، چې د سولې له پروسې سره یو ځای شول.
نوموړي وویل چې دغه وسله والو د نورو چاوديدونکو توکو سربېره۳۹ ميله وسله، چې لس ميله يې راکټ انداز او پاتې یې سل ډزې او کلاشينکوفونه دي د سولې ولايتي کمېټې له لارې ډاياک پروګرام ته وسپارله.
په دغه مراسمو کې ننګرهار والي سليم خان کندوزي له سولې ولايتي شورا او کشفي ادارو څخه د مننې تر څنګ وویل هغه وګړي، چې ژوند يې په سوله کې نه وي، هغوی له سهولتونو بې برخې او هم يې ځوان نسل له زده کړو محروم وي.
د ننګرهار والي پر وسله والو مخالفينو ږغ وکړ،چې د سولې پروسې سره يو ځای شي او له دې لارې د ځانونو سربېره هېوادوال له بدبختيو وژغوري.
په ورته وخت کې سولې ته راګرځېدلو کسانو له دولته د کاري زمينې برابرولو غوښتنه او ژمنه وکړه چې نور د هېوادوالو سره اوږه په اوږه د افغانستان د آبادۍ له پاره کار کوي.
جمهورآژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین