۰

د طالبانو او داعش تر منځ جګړه کې ۲۳ تنه وژل شوي دي

پنجشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۰۷
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو او داعش تر منځ جګړه کې ۲۳ تنه وژل شوي دي
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ دغه نښته تېره ورځ د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، چې په یاده نښته کې ۱۳ وسله وال طالبان او ۱۰ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د هغه په خبره د جګړې پر مهال یو تن ولسي وګړی هم وژل شوی دی.
خو تر اوسه طالبانو او داعش په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي، چې له دې وړاندې هم د ننګرهار په پچیراګام، کوټ، بټي کوټ، هسکې مېنې ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو تر منځ سختې نښتې شوې دي.
له دې سره په څنګ کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو هم څو ځلې پر طالبانو او داعش بریدونه کړي، چې په کې د داعش لوړپوړي قوماندانان او جنګیالي وژل شوي دي.
دغه راز افغان ځواکونو هم د اوسپنیز عملیاتو په پر مهال په دغه سیمو کې داعش او طالبانو ته درنده مرګ ژوبله اړولې او یو شمېر لوړ پوړي قوماندان یې نیولي دي.
دوه ورځې وړاندې امنیتي ځواکونو د طالبانو یو ولسوال او د داعش یو وتلي قوماندان په جلال آباد ښار او تورخم ښارګوټي کې نیولي وو.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین