۰

طالبانو په هلمند کې شپږ تنه پولیس وژلي

پنجشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۱۶
طالبانو په هلمند کې شپږ تنه پولیس وژلي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په هلمند ولایت کې شپږ تنه پولیس په ډزو سره وژلي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د ګرمسېر ولسوالۍ امنیه قوماندان وايي، وسله والو طالبانو لومړی د یوې پوستې شپږ تنه پولیس مسموم کړي او وروسته یې په ډزو سره وژلي دي.
د هغه په وینا وسله والو د پولیسو له پوستې او وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې درې تنه ولسي وګړي هم په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا حکومت سره د همکارۍ په تور په ډزو وژل شوي وو.
جمهور آژآنس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین