۰

ملي امنیت افغانستان کې د حزب التحریر ډلې مشر نیولی

چهارشنبه ۴ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۰۰
د افغانستان د ملي امینت عمومي ریاست وايي، په نیمرزو ولایت کې یې د حزب التحریر ډلې عمومي مسوول نیولی دی.
ملي امنیت افغانستان کې د حزب التحریر ډلې مشر نیولی
د افغانستان د ملي امینت عمومي ریاست وايي، په نیمرزو ولایت کې یې د حزب التحریر ډلې عمومي مسوول نیولی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ملي امنیت عمومي ریاسته خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوی کس عبدالقیوم نومېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې عبدالقیوم له درېیو کلونو راهیسې، د ډیموکراسۍ او نظام په ضد د کتابونو او مجلو د خپرولو فعالیت تر سره کولو.
دغه راز خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې نوموړي خپلې ډلې ته د ځوانانو د جلب او جذب تر څنګ ګواښوونکي شبنامې هم خپرولې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له دغه کسه څو جلده کتابونه، د حزب التحریر مجلې او یو پایه کمپیوټر هم د ملي امنیت منسوبینو لاسته ورغلي دي.
ملي امنیت په افغانستان کې د حزب التحریر مسؤول پر داسې مهال نیسي، چې څو ورځې وړاندې د افغان حکومت اجرائیه رییس په هېواد کې د دغه حزب د مخ پر زیاتېدونکو فعالیتونو پر وړاندې خبرداری ورکړ.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین