۰

د پاکستاني طالبانو قوماندان خان سعید سجنا وژل شوی

پنجشنبه ۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۴۱
پاکستاني رسنۍ ادعا کوي، چې د تحریک طالبان پاکستان یو وتلی قوماندان خان سعید سنجا له خپلو ۱۲ ملګرو سره د افغانستان په جنوب ختیځ کې وژل شوی دی.
د پاکستاني طالبانو قوماندان خان سعید سجنا وژل شوی
پاکستاني رسنۍ ادعا کوي، چې د تحریک طالبان پاکستان یو وتلی قوماندان خان سعید سنجا له خپلو ۱۲ ملګرو سره د افغانستان په جنوب ختیځ کې وژل شوی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ
د پاکستان ډینوز رسنۍ د ځینو سرچینو له قوله ویلي، چې له سجنا سره د نعیم کوچي او کفایت کوچي په نوم د تحریک طالبان دوه نور لوړ پوړي قوماندان هم وژل شوي دي.
وايي، سجنا او ورسره ملګري یې ډېورنډ پولې ته څېرمه د افغانستان په خوست ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی خو دا چې څه وخت وژل شوی څه یې نه دي ویلي.
د پاکستان ډینوز رسنۍ د ځینو سرچینو له قوله ویلي، چې له سجنا سره د نعیم کوچي او کفایت کوچي په نوم د تحریک طالبان دوه نور لوړ پوړي قوماندان هم وژل شوي دي.
دغه رسنۍ زیاته کړې، چې په دې هوايي برید کې ۲۰ تنه نور وسله وال ټپیان شوي هم دي، خو تحریک طالبان پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي خان سعید سجنا
دغه رسنۍ زیاته کړې، چې په دې هوايي برید کې ۲۰ تنه نور وسله وال ټپیان شوي هم دي، خو تحریک طالبان پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستاني طالبانو یو وتلی قوماندان و، چې د طالبانو د مشر حکیم الله مسید له وژل کېدو وروسته تحریک طالبان پاکستان سجنا د خپل مشر په توګه وټاکه، ولې وروسته د ځینو پاکستاني طالب وسله والو له خوا د هغه مشري ونه منل شوه.
که څه هم د افغانستان په ختیځ او جنوب ختیځ کې د افغان ځواکونو او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو او عملیاتو کې تر اوسه سلګونه پاکستاني وسله وال وژل شوي، خو افغان چارواکو د سجنا د وژل کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین