۰

ولسمشر غني د پښتونخوا له ملتپاله مشرانو سره کتلي

شنبه ۷ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۳
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کوزې پښتونخوا له ملتپاله او وتلو مشرانو سره وکتل او د پخوانیو پښتو مشرانو کارنامې یې وستایلې.
ولسمشر غني د پښتونخوا له ملتپاله مشرانو سره کتلي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کوزې پښتونخوا له ملتپاله او وتلو مشرانو سره وکتل او د پخوانیو پښتو مشرانو کارنامې یې وستایلې.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه کتنه چې تېره شپه په ارګ کې تر سره شوه، په کې محمود خان اڅکزي، اسفندیار ولي خان، افتاب احمدخان شېرپاو، افراسیاب خټک، سکندر شېرپاو، انجینر شکرالله خان، ایاز وزیر، سلیم خان او عثمان کاکړ
ولسمشر غني راغلیو مېلمنو ته په خطاب کې وویل،«ټول افغانان ویاړي او خوښی دي، چې خپل کور ته مو له سوله ییزو پیغامونو سره تشریف راوړی، زموږ او ستاسو غم او ښادي سره شریکه ده،افغانستان ستاسو خپل کور دی.»
سربېره د افغانستان د کابینې یو شمېر غړو، د ملي شورا استازو او سیاسي شخصیتونو هم حضور درلود.
ولسمشر غني راغلیو مېلمنو ته په خطاب کې وویل،«ټول افغانان ویاړي او خوښی دي، چې خپل کور ته مو له سوله ییزو پیغامونو سره تشریف راوړی، زموږ او ستاسو غم او ښادي سره شریکه ده،افغانستان ستاسو خپل کور دی.»
ولسمشر غني د باچا خان، خان شهید (خان عبدالصمد خان) او د دوی د ملګرو مبارزې وستایلې، ویې ویل:«د دوی د ارمانونو پوره کول زموږ مسوولیت دی.»
دغه راز ولسمشر غني د ارواښاد افضل خان لالا پر مړینه ژوره خواشني وښوده او ویې ویل، چې خان لالا یو تاریخ جوړونکی شخصیت وو.
ښاغلي غني، د باچاخان، خان شهید او د دوی د نورو مبارزو ملګرو د ملي افکارو او مبارزو یادونه وکړه او وې ویل، د د دوی د ارزوګانو پالل او د ارمانونو پوره کول زموږ مسوولیت دی.
ولسمشر غني
ولسمشر غني د باچا خان، خان شهید (خان عبدالصمد خان) او د دوی د ملګرو مبارزې وستایلې، ویې ویل:«د دوی د ارمانونو پوره کول زموږ مسوولیت دی.»
راغلو مېلمنو ته په خبرو کې وویل«دا مو خپل کور دی هر وخت راشئ، ځکه په تګ راتګ اړیکې لا ټینګېږي او د سیمې د ثبات او امنیت لامل کېږي.»
په دغه ناسته کې د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمدخان شېرپاو له ولسمشر نه مننه وکړه، چې د افضل خانا لالا د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره یې پلاوی ورلېږلی.
ښاغلي شېرپاو وویل، افغانستان خپلواک هېواد دی او موږ تل په دې هېواد کې د سولې او ثبات لپاره دعاګانې کوو او په همدې موخه مو د پاکستان د ولس سوله ییز او د خواخوږۍ پیغام تاسو ته راوړی دی.
باید وویل شي، چې د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي هم د پښتونخوا له دغه مشرانو سره کتلي او هغوی ته یې مېلمستیا کړې وه.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین