۰

ولسمشرغني، او نواز شریف په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې

سه شنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۸
افغان ولسمشر محمداشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې پر دواه اړخیزه اړیکو خبرې اترې وکړې.
ولسمشرغني، او نواز شریف په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې
افغان ولسمشر محمداشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې پر دواه اړخیزه اړیکو خبرې اترې وکړې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دواړو مشرانو تېره ورځ په پاریس کې د اقلیم د بدلون د نړیوال کنفرانس وروسته سره ولیدل.
وال ستریت ژورنال ورځپاڼې له پاریس څخه په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان مشرانو د افغانستان دحکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د بیا پیلېدو پر لارو چارو هم خبرې وکړې.
سرچینه وايي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له پاکستان او د سیمې د هیوادونو ترمنځ د اقتصادي ارتباطاتو د ټینګېدو لپاره د همکارۍ ژمنه وکړه.
ښاغلي غني ویلي:«موږ تیار یوو چې د دوو هيوادونو د ګټې لپاره د دغو ارتباطاتو د ښه کولو په خاطر کلک ګامونه واخلو.»
په ورته وخت کې پاکستاني رسنۍ وايي، نواز شریف په خپلو خبرو کې ولسمشر غني ته وویل، چې هېواد یې له افغانستان سره د دوه اړخیزه اړیکو پر بنسټ ریښتینې او دوستانه اړیکې غواړي.
د پاکستان رادیو ویلي، چې دواو مشرانو د سولې او اقتصادي همکاریو پر زیاتېدو هم خبرې وکړې او نواز شریف وویل، چې پاکستان ژمن دی، چې له افغانستان سره د یوه برابر او خپلواک هېواد په توګه همکاري وکړي.
نواز شریف دا هم ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږمهالي مشارکت ته ژمن دی او په وینا یې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې د ثبات په ګټه دی.
پر همدې مهال د پاکستان د صدراعظم د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو مشرانو موافقه وکړه چې له هغو کسانو سره به کار وکړي چې په دې پروسې کې د مشروع سیاسي لوبغاړو په توګه شاملېږي خو د هغو نورو کسانو، چې د سولې بهیر ته نه داخلېږي، خلاف به د افغانستان د حکومت ترڅنګ ودرېږي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین