۰

ننګرهار کې ۱۳ تنه طالب او داعش وسله وال نیول شوي

سه شنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۱۴
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، په ننګرهار ولایت کې ۱۳ تنه طالب او داعش وسله والو د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي.
ننګرهار کې ۱۳ تنه طالب او داعش وسله وال نیول شوي
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، په ننګرهار ولایت کې ۱۳ تنه طالب او داعش وسله والو د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسان د ننګرهار په بټي کوټ، نازیان، چپرهار او غني خېلو ولسوالیو کې نیول شوي.
سرچینه ویلي، چې ملي امنیت ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال دغه ۱۳ تنه طالب او داعش وسله وال نیولي، خو دا یې نه دي ویلي، چې څو تنه طالب او څو تنه داعش پورې اړه لري.
خبرپاڼه کې راغلي، چې له یادو کسانو څخه ۲۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، مقناطسي او د وسایطو ضد ماینونه، د ترهګرۍ نور مهمات او دغه راز څلور جوړې د ملي اردو درېشۍ له یوه کرولا موټر سره یو ځای د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي.
خو تر اوسه طالبانو او داعش په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین