امنیتي چارواکي وايي، وسله والو کسانو په کنړ ولایت کې درې تنه واکسیناتوران چې څه موده وړاندې یې برمته کړي و، وژلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه واکسیناتوران څو ورځې وړاندې د کنړ ولایت د غازي آباد ولسوالۍ د لهڅپړه ګل سیمه کې د وسله والو له خوا تښتول شوی و.
د کنړ امنیه قوماندان عبدالحبیب سیدخېل وايي، وسله والو دغه واکسیناتوران تېره شپه وژلي.
تر اوسه د دغه پېښې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم وسله والو د کنړ ولایت په وټپور ولسوالۍ کې یو واکسیناتور وژلی وو.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار