۰

جاپان د ماین پاکۍ په برخه کې د ۱۱ لکو ډالرو مرسته کوي

سه شنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۱
په کابل کې د جاپان سفارت په افغانستان کې د ماین پاکولو په برخه کې د یوولس لکه ډالرو د مرستې اعلان وکړ.
جاپان د ماین پاکۍ په برخه کې د ۱۱ لکو ډالرو مرسته کوي
په کابل کې د جاپان سفارت په افغانستان کې د ماین پاکولو په برخه کې د یوولس لکه ډالرو د مرستې اعلان وکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ماین پاکولو دا پروژې به په کابل، بغلان، پروان او سمنګانو ولایتونو کې پلې شي.
سرچینې زیاته کړې، چې د یادو پروژو په پلي کېدو سره به نېږدې یو نیم میلیون متر مربع ځمکه له ماینونو پاکه شي.
د جاپان سفیر هیروشي تکاهاشي له HALO Trustاو ATC مؤسسو سره د دغو مرستو د تړون پر مهال وویل چې د ماین پاکۍ د دغو دو پروژو په پلي کولو سره به د ډیرو خلکو ژوند وژغورل شي او آزاد تګ راتګ به کوي.
باید وویل شي، چې جاپان له دې وړاندې د ماین پاکۍ په ګډون د کرنې، زیربنا، روغتیا او بشري حقونو د ټینګښت په برخه کې هم له افغانستان سره مرستې کړي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین