۰

ښايي امریکا په هلمند کې سلګونه سرتېري ځای پر ځای کړي

سه شنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۳۲
د برېتانیا کارډین ورځپاڼه وايي، داسې اسناد یې موندلي، چې ښيي امریکا د افغانستان په هلمند ولایت کې سلګونه سرتېري د طالبانو پر ضد د جګړې له پاره ځای پر ځای کړي.
ښايي امریکا په هلمند کې سلګونه سرتېري ځای پر ځای کړي
د برېتانیا کارډین ورځپاڼه وايي، داسې اسناد یې موندلي، چې ښيي امریکا د افغانستان په هلمند ولایت کې سلګونه سرتېري د طالبانو پر ضد د جګړې له پاره ځای پر ځای کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼه کاږي، چې په دې اسنادو
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼه کاږي، چې په دې اسنادو کې ښودل شوې چې د امریکايي سرتېرو دغه څو سوه کسیز کنډک به د روانې میلادي میاشتې تر پای پورې په هلمند کې ځای پر ځای شي.
کې ښودل شوې چې د امریکايي سرتېرو دغه څو سوه کسیز کنډک به د روانې میلادي میاشتې تر پای پورې په هلمند کې ځای پر ځای شي.
په ورته وخت کې یو شمېر امریکايي چارواکو ویلي، چې هلمند ته تلونکي سرتېري به په جګړه کې مخامخ برخه نه لري، خو له افغان امنیتي ځواکونو سره په دې برخه کې چې د طالبانو د بریدونو پر وړاندې ودرېږي مرسته وکړي.
دغه امریکايي چاروکو د سرتېرو کره شمېر هم نه دی ښودلی خو ویلي یې دي، د افغان امنیتي ځواکونو سره د روزنې په وسیله دا پوځي همکاري مهمه ده.
د امریکا د دفاع وزارت تراوسه په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې چې هلمند ته به یې څومره سرتیري ولاړ شي؟
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین