۰

روسیه د داعش پر وړاندې له افغانستان مرسته کوي

پنجشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۳۵
په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیسکي د داعش په وړاندې د افغانستان د حکومت هلې ځلې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به مرستې وکړي.
روسیه د داعش پر وړاندې له افغانستان  مرسته کوي
په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیسکي د داعش په وړاندې د افغانستان د حکومت هلې ځلې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به مرستې وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ وايي، الکساندر مانتیسکي تېره ورځ دا خبره د افغانستان د ملي امنیت د شورا له سلاکار محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې وکړه.
نوموړي زیاته کړه، چې ښاغلي اتمر او ښاغلي مانتیسکي په دغه ناسته کې پر مختلفو دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
د هغه په وینا د روسیې سفیر وویل چې د افغانستان د ملي امنیت له ځواکونو سره به په نېږدې راتلونکې کې مسکو پوځي مرسته وکړي.
باید وویل شي، چې روسیې تېره میاشت ویلي وو چې په لنډ راتلونکي کې به د افغان حکومت ته۱۰ زره کلاشینکوفونه وسپاري.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین