۰

امریکا په افغانستان کې د القاعده پر مشر بندیزونه ولګول

پنجشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۴۴
د امریکا مالیې وزارت په افغانستان کې د القاعده شبکې پر مشر سلام محمد نجیم الحبابي بندیزونه ولګول.
امریکا په افغانستان کې د القاعده پر مشر بندیزونه ولګول
د امریکا مالیې وزارت په افغانستان کې د القاعده شبکې پر مشر سلام محمد نجیم الحبابي بندیزونه ولګول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د ماليې وزارت وايي، الحبابي د افغانستان په ختیځ کې د القاعده شبکې مشر دی.
دغه وزارت تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې الحبابي
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مالیې وزارت د پرېکړې پر اساس په امریکا کې د الحبابي شتمني ګنګل شوې او هېڅوک نه شي کولای چې له هغه سره راکړه ورکړه وکړي.
په افغانستان کې د وسله والو ډلو ملاتړ او ترورستي فعالیتونه کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مالیې وزارت د پرېکړې پر اساس په امریکا کې د الحبابي شتمني ګنګل شوې او هېڅوک نه شي کولای چې له هغه سره راکړه ورکړه وکړي.
د امریکا په مالیه وزارت کې د تروریستي او مالي استخباراتي هڅو برخې د مخنیوي مرستیال اډم زوبین وايي، د امریکایانو د حمایت او د خپلو افغان متحدانو لپاره به د مالیې وزارت بیا هم د الحبابي په څېر د القاعده نور مشران په نښه کړي.
باید وویل شي، چې الحبابي له ۲۰۰۹ میلادي کال راپه دې خوا د افغانستان په ختیځ کې د القاعده مشري کړې.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین