۰

ننګرهار کې ۱۶ داعش او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پنجشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۵۶
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو تر منځ جګړه کې له دواړو لورو ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې ۱۶ داعش او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو تر منځ جګړه کې له دواړو لورو ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په کرکړي سیمه کې د طالبانو او داعش تر منځ پېښه شوې.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال جمهور آژانس ته وویل، چې په دغه نښته کې پنځه داعشیان او یو طالب وسله وال وژل شوی او ۷ داعش او درې طالبان ټپیان شوي دی.
نوموړي وویل، چې نښته د شپې پیل شوې وه، چې تر سهاره پورې یې دوام درلود.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ سهار هم په همدې اچین ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو تر منځ جګړه کې ۴ داعش وسله وال وژل شوي وو.
باید وویل شي، چې د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ کې هم د طالبانو او داعش تر منځ نښتې شوې، چې تر اوسه په کې درې مهم داعش قوماندان وژل شوي او یو شمېر نور له دواړو لورو ټپیان شوي.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین