۰

د هلمند استيناف څارنوالۍ د فاسدينو او غاصبينو نومونه افشا کړل

يکشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۰
د لومړي ځل له پاره یوه ځوان څارنوال، د هلمند د استناف څارنوالۍ مشر څارنمل فضل سلطان ساپي په دې ولایت کې د فاسدینو او غاصیبینو نومومه په داګه کړل.
د هلمند استيناف څارنوالۍ د فاسدينو او غاصبينو نومونه افشا کړل
د لومړي ځل له پاره یوه ځوان څارنوال، د هلمند د استناف څارنوالۍ مشر څارنمل فضل سلطان ساپي په دې ولایت کې د فاسدینو او غاصیبینو نومومه په داګه کړل.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هلمند د څارنوالۍ مشر تېره ورځ د یوې غونډې پر مهال د هغه کسانو نومونه رسنیو ته افشا کړل، چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په فساد کې ښکېل او دولتي ځمکې یې غصب کړې.
په دغه نومونو
نوموړي زیاته «د فوايد عامې رئيس ۱۵۰۰جريبه ځمکه غصب کړې، د اوبو د تنظم مشر خان آقا ۱۵۰۰زره جريبه ځمکه، د ګرمسېر پخواني امنيه قومندان توريالي ۱۲۰ جريبه د معارف ځمکه غصب کړې ده.»
کې له ولسوالانو نیولې تر رئیسانو پورې کسان شامل دي، چې ځینې یې اوسني او ځینې یې پخواني مسؤولین دي.
ښاغلي ساپي په دغه غونډه کې وویل، چې په هملند کې له ۳ سوه زره جریبه زیاته ځمکه غصب شوې، چې په ۱۲۰ تنو پسې د امنيه قومندان پوليس جلب کړي ترڅو يې څارنوالۍ ته حاضر کړي او حساب ورسره وشي.
نوموړي زیاته «د فوايد عامې رئيس ۱۵۰۰جريبه ځمکه غصب کړې، د اوبو د تنظم مشر خان آقا ۱۵۰۰زره جرېبه ځمکه، د ګرمسېر پخواني امنيه قومندان توريالي ۱۲۰ جريبه د معارف ځمکه غصب کړې ده.»
دغه راز ساپي د يو شمېر ولسواليو پخواني ولسوالان، ښاروالان او د لښکرګاه پخوانی ښاروال محمد فاضل ساپی په فساد او د ځمکو په غصب کې ښکېل وبلل او ويې ويل، قانوني چلند به ورسره وشي.
د هلمند د استناف څارنوال وايي،، د پوهنې رياست مسؤلينو د ۱۳۹۳ل
د هلمند د استناف څارنوال وايي،، د پوهنې رياست مسؤلينو د ۱۳۹۳ل کال د شمالي ولسواليو ۸لکه د هغه ښوونځيو معاشات خپلو جېبونو ته اچولي دي چې په هماغه کال سقوط وو.
کال د شمالي ولسواليو ۸لکه د هغه ښوونځيو معاشات خپلو جېبونو ته اچولي دي چې په هماغه کال سقوط وو.
د هلمند د استناف څارنوال وايي، د فساد ضد مبارزه به روانه ساتي او د ټولو هغه کسانو نومونه به په ډاګه کړي چې په فساد کې ښکېل دي.
په ورته وخت کې هلمند والي حیات الله حیات او د هلمند د ولایتي شورا غړي بشیر احمد شاکر د استناف څارنوال جرآت او له فساد سره مبارزه وستایله او په دې برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه یې ورسره وکړه.
دغه راز د هلمند والي وايي، ولس ته د دولتي مسؤلينو له لوري حساب ورکول د ښې حکومتولۍ اصل دی چې په وینا یې، دا لړۍ به د مرکز ترڅنګ ولسواليو ته هم غځوي او ټول هغه دولتي مسؤلين به څارنوالۍ ته ورپېژني چې ولس ته په حساب ورکولو کې پاتې راشي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین