۰

پاکستان او چین د افغانستان پر سوله خبرې وکړې

يکشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۷
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان له چین سره موافقه وکړه، چې د افغانستان د سولې او ثبات به برخه کې به ورسره نېږدې همکاري کوي.
پاکستان او چین د افغانستان پر سوله خبرې وکړې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان له چین سره موافقه وکړه، چې د افغانستان د سولې او ثبات به برخه کې به ورسره نېږدې همکاري کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه موافقه تېره ورځ د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د پاکستان د بهرنیو اړیکو د سلاکار سرتاج عزیز تر منځ په پیکینګ کې وشوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، دواړه خواوې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د پخلاینې لپاره د څلور اړخیز مشورتي ګروپ پر اهمیت پوهېږي.
دا موافقه پر داسې مهال کېږي، چې د چین ولسمشر هم تېره ورځ ویلي و، چې نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول د څلور اړخیزه ناستو ګډون وال هېوادونه باید د افغانستان روان کړکېچ ته حل لا ومومي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین