۰

ولسمشر غني وايي، حکومت د بیان آزادۍ ته ژمن دی

سه شنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۱
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د ملي یووالي حکومت د بیان ازادۍ ته ژمن دی او ټولې دولتي ادارې باید له خبریالانو سره لازمه مرسته وکړي.
ولسمشر غني وايي، حکومت د بیان آزادۍ ته ژمن دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د ملي یووالي حکومت د بیان ازادۍ ته ژمن دی او ټولې دولتي ادارې باید له خبریالانو سره لازمه مرسته وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن د بیا د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسب په یوه خپاره شوي پیغام کې کړې دي.
ښاغلي غني په دغه پیغام کې ویلي، ټولې ادارې په دې مکلفې دي، چې له رسنیو سره وخت پر وخت په اړونده برخو کې پوره همکاري وکړي.
ولسمشر زیاته کړې، د بیان د آزادۍ له ارزښتونو د قانون په چوکاټ کې ملاتړ کوي او ټولنې دولتي ادارې باید له خبریالانو سره د څړنیزو راپورونو په چمتو کولو کې لازمه همکاريو کړي.
په ورته وخت کې د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني د رسنیو د ملاتړ او پياوړتیا په هدف نادر نادري د بیان ازادي د ملاتړ د سفیر په توګه ټاکلی دی.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د ولسمشر د مخکینیو ژمنو سره سم به د بیان ازادۍ د پیاوړتیا او د خبریالانو د حقوقو د خوندیتوب په موخه کار کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان حکومت اجرائیه رییس هم نن د بیان د آزادۍ د ورځې په لمانځ غونډه کې وویل چې حکومت د بیان آزادۍ ته ژمن دی، خو ویې منله، چې د خبریالانو د ستونزو د حل په برخه کې هغسې چې لازم دي کار نه دی شوی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین