۰

د پوهني او حج اوقاف وزارتونو په ګډه بې سوادي له منځه وړي

سه شنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۲۰
د پوهنې او حج اقاف وزارتونو چارواکو هوکړه وکړه، چې په ګډه به په هېواد کې د بې سوداۍ پر وړاندې مبارزه کوي او بې سوادي به له منځه وړي.
د پوهني او حج اوقاف وزارتونو په ګډه بې سوادي له منځه وړي
د پوهنې او حج اقاف وزارتونو چارواکو هوکړه وکړه، چې په ګډه به په هېواد کې د بې سوداۍ پر وړاندې مبارزه کوي او بې سوادي به له منځه وړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د بې سوداۍ د له منځه وړلو دغه ګډ هوکړه لیک نن د پوهنې د وزیر ډاکټر اسدالله حنیف بلخي او حج اوقافو د وزیر فیض محمد عثماني تر منځ لاسلیک شو.
د هوکړه لیک پر اساس د حج او اوقافو وزارت ژمن دی، چې د پوهنې وزارت په ګډه همکارۍ د ښوونې او روزنې د اهمیت تبلیغاتي پلان جوړ او په بېلابېلو دیني مناسبتونو کې د بې سوادۍ پر له منځه وړلو او سواد زده کړو ته د خلکو په هڅونه کې مرسته او همکاري وکړي.
دغه راز به دیني عالمان او د جوماتونو ملا امامان عملاً د خلکو د باسواده کولو او د بې سوادۍ د له منځه وړلو په برخه کې فعاله ونډه
ښاغلي بلخي له ټولو افغانانوغوښتل، چې د بې سوداۍ د له منځه وړلو په برخه کې له پوهنې وزارت سره مرسته او همکاري وکړي.
واخلي.
د پوهنې وزیر ډاکټر اسدالله حنیف بلخي د دې هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال له حج او اوقافو وزارت څخه مننه وکړه، چې د بې سوادۍ په له منځه وړلو کې له پوهنې وزارت سره مرسته او همکاري کوي.
نوموړي بې سوادي د هېواد د ترقۍ او پرمختګ پر وړاندې یو لوی خنډ وباله او د نورو ملي او اسلامي وجایبو ترڅنګ یې د بې سوادۍ له منځه وړل د ټولو افغانانو په ځانګړې ډول د دولتي او غیر دولتي بنسټونو مسوولیت وباله.
ښاغلي بلخي له ټولو افغانانوغوښتل، چې د بې سوداۍ د له منځه وړلو په برخه کې له پوهنې وزارت سره مرسته او همکاري وکړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني هم په هېواد کې د بې سوادۍ پر له منځه وړلو ټینګار وکړ، ژمنه یې وکړه، چې د حج او اوقافو وزارت به د بې سوادۍ په له منځه وړلو کې له پوهنې وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
ده وویل، چې سواد د یوې ټولنې له مهمو اړتیاو څخه دی او د اسلام مقدس دین هم د علم پر زده کړه د ټینګار ترڅنګ هر مومن نارینه او ښځینه د علم په لاس ته راوړلو مکلف کړي دي.

جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین