۰

ملي امنیت کابل کې د حقاني شبکې درې غړي نیولي

چهارشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۰۲
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ملي امنیت منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د حقاني شبکې درې تنه غړي نیولي.
ملي امنیت کابل کې د حقاني شبکې درې غړي نیولي
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ملي امنیت منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د حقاني شبکې درې تنه غړي نیولي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د حقاني ترهګرې ډلې دغه دریو تنو غړو د کابل ښار په له ګڼې ګوڼې ډکو برخو کې یې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو هوډ درلود.
سرچینه زیاتوي، چې درې واړه باالفعل له اته کړیو مقناطیسي ماینونو، یو میل تفنګچې، د ماین په سیستم برابر شویو یوولسو مبایل سېټونو، یو رېموټ کنټرول او یو بستې د چاودنو فلیتې سره په کابل ښار کې نیولې ده.
په خبرپاڼه کې نیول شوي کسان مزمل د علم الدین زوی، یاسر د عزیز الرحمن زوی او عنایت الله د نعمت الله زوی ښودل شوي، او وايي درې واړو په خپلو جرمونو اعتراف کړی.
د ملي امنیت لوی ریاست وایي، د دې کسانو په نیولو سره یې په کابل ښار کې د خونړیو بریدونو مخه نیولي.
خو تر اوسه دغه ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین