۰

ناپېژانده وسله والو په کندهار کې یوه ښځینه پولیسه وژلې

چهارشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۵۰
امنیتي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په کندهار ولایت کې یوه ښځینه پولیسه په غلچکي برید کې په ډزو سره وژلې ده.
ناپېژانده وسله والو په کندهار کې یوه ښځینه پولیسه وژلې
امنیتي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په کندهار ولایت کې یوه ښځینه پولیسه په غلچکي برید کې په ډزو سره وژلې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار پولیس وايي، دغه پېښه نن د کندهار ښار د لومړۍ حوزې په اړونده سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې وژل شوې پولیسه نسرین نومېده او د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یې درنده تر سره کوله.
پولیس وايي، تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو په اړه یې پلټنې پیل شوې.
تر اوسه چا د دغه وژنې مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې درې اوونۍ وړاندې هم وسله والو کسانو په کندهار کې یو ښځینه پولیسه په ډزو وژلې وه.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین