۰

د خیبر پښتونخوا خلکو ته ویل شوي، چې افغان کډوال وباسي

پنجشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۱
پاکستانۍ رسنۍ وايي، د خیبرپښتونخوا چارواکو له ځايي خلکو غوښتي، چې له خپلو سیمو افغان کډوال وباسي.
د خیبر پښتونخوا خلکو ته ویل شوي، چې افغان کډوال وباسي
پاکستانۍ رسنۍ وايي، د خیبرپښتونخوا چارواکو له ځايي خلکو غوښتي، چې له خپلو سیمو افغان کډوال وباسي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې چارواکو په افغان کډوال تورو پورې کړی، چې په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې لاس لري، خو کډوال دغه څرګندونې په کلکه رد کړې.
له دې سره تر څنګ د خیبرپښتونخوا چارواکو په ګډوالو دا تور هم پورې کړی، چې ګڼې هغوی په پاکستان کې د سولې پر وړاندې خنډ دي.
که څه هم کډوالو په وار وار دا خبرې رد کړې خو پاکستاني ځواکونو د خیبرپښتونخوا په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو کورونه نړولي او په زور یې ایستلي دي.
د دې تر څنګ پاکستاني چارواکو په خیبرپښتونخوا کې د ځینو افغان کډوالو ملکیتونه، چې په کې دوکانونه، مغازې او ځینې نور سوداګریز مرکزونه دي، تړلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین