>> جمهور - ننګرهار کې رېل پټلۍ د جوړېدو سروې پیل کېږي
 
۰

ننګرهار کې رېل پټلۍ د جوړېدو سروې پیل کېږي

پنجشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۲
چارواکي وايي، په نېږدې ورځو کې به په ننګرهار کې د رېل ګاډي د پټلۍ د جوړېدو لومړنۍ سروې پیل او تر هغې وروسته به یې عملي کار شروع شي.
ننګرهار کې رېل پټلۍ د جوړېدو سروې پیل کېږي
چارواکي وايي، په نېږدې ورځو کې به په ننګرهار کې د رېل ګاډي د پټلۍ د جوړېدو لومړنۍ سروې پیل او تر هغې وروسته به یې عملي کار شروع شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په همدې موخه تېره ورځ په ننګرهار کې د ټولګټو چارو وزارت سلاکار مسعود امین، او د جلال اباد –پېښور د ريل پټلۍ د سروې کوونکې کمپنۍ مسؤلينو سيدمختار او وحيدالله اورياخېل له ننګرهار والي سره وکتل.
ښاغلي امین وویل، چې د رېل پټلۍ دغه سروې به له جلال اباد ښاره تر پېښور سټېشن پورې تر سره او تر سروې وروسته به دپټلۍ د جوړولو چارې پيل شي.
دياد وزارت سلاکار مسعودامين ته
د ټولګټو چارو وزارت سلاکار مسعود امین د ننګرهار والي سليم خان کندوزي څخه په دې ولايت کې د يادې پروژې د پلي کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي سليم خان کندوزي خوښي وښوده، او له يادې کمپنۍ سره د هر اړخيزې مرستې په موخه فوايدعامې رياست، سرحدي لوا او ننګرهار امنيې قوماندانۍ ته په مکتوبي بڼه لارښوونه وکړه او هم يې د يادې کمپنۍ له مسؤلينو وغوښتل، چې هره چاره له اړونده ادارو سره په تفاهم ترسره کړي.
د دې ريل پټلۍ دسروې قرارداد د عمر منشي اسوشيتـس کمپنۍ سره شوی دی.
په افغانستان کې ددې کمپنۍ مسؤل وحيدالله اورياخېل وايي، دغه پټلۍ يوسلو پنځوس کيلو متره اوږدوالۍ لري، چې پنځه اويا کيلومتره یې په ننګرهار کې ده.
د هغه په وینا د سروې لپاره يې شپېته ميلونه پاکستانۍ کلدارې ځانګړې شوي، چې تر اتو مياشتو پورې به بشپړه شي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین