۰

ناټو د روسیې له پولې سره د پوځیانو د ځای پر ځای کولو غور کوي

پنجشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۸
وروسته له هغې چې روسیې ویلي زرګونه پوځیان به پر خپلو لویدیځو او جنوبي پولو کې ځای پرځای کړي، ناټو هم ویلي، چې دوی د روسیې پولې ته نېږدې په یو شمېر هېوادو کې د خپلو پوځیان پر ځای پرځای کولو غور کوي.
ناټو د روسیې له پولې سره د پوځیانو د ځای پر ځای کولو غور کوي
وروسته له هغې چې روسیې ویلي زرګونه پوځیان به پر خپلو لویدیځو او جنوبي پولو کې ځای پرځای کړي، ناټو هم ویلي، چې دوی د روسیې پولې ته نېږدې په یو شمېر هېوادو کې د خپلو پوځیان پر ځای پرځای کولو غور کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې امریکایي جنرال کورتیس سکاپاروتي د چهارشنبې په ورځ د بلجیم په مونس ښار کې د ناټو په پوځي مرکز کې کړې.
د اروپا لپاره د ناټو نوی جګپوړی قوماندان په خپلو خبرو کې ویلي، چې د سرتېرو ځای پر ځای کول د روسانو تېري ته ځواب دی.
هغه زیاته کړې«زه فکر کوم د ځواکونو وضعیت او د تمرین تغیر ډیر مهم دی، زما نیت دا دی چې دا دوام پیدا کړي او زما په فکر دا ځواب دی، زه چې کار ته ځم، زه به خپلو پلانونو ته بیا کتنه کوم، د روسیې له وضعیت سره سم به خپلو ځواکونو ته د وضعیت یا تمریناتو سلامشوره ورکړم، د مخنیوي لپاره د دې ادامې ته اړتیا لرو ترڅو دا توان ولرو چې ځواب ورکړو.»
ده ویلي، چې د سړې جګړې له پای ته رسېدو سره هم د ناټو تړون خپل اهمیت له لاسه ورنه کړ، ځکه چې په وینا یې دغه تړون له نویو ګواښونو سره مخامخ کېدو.
جنرال سکاپاروتي وايي، له شکه پرته په دغو ګواښونو کې یو هم د روسیې بیا تنظیمیدل وو، چې په خبره یې هڅه یې کوله ځان د نړۍ د یوه ځواکمن په توګه راڅرګند کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین