۰

کندهار کې یو ۱۴ کلن ځانمرګی برید کوونکی نیول شوی

سه شنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۳۱
امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې یو تن ۱۴ کلن هلک چې غوښتل یې ځانمرګی برید تر سره کړي د پوله ساتو ځواکونو له خوا نیول شوی.
کندهار کې یو ۱۴ کلن ځانمرګی برید کوونکی نیول شوی
امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې یو تن ۱۴ کلن هلک چې غوښتل یې ځانمرګی برید تر سره کړي د پوله ساتو ځواکونو له خوا نیول شوی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی زیاتوي، چې دغه ځانمرګی د سرحدي ځواکونو د کشفي معلوماتو پر اساس د کندهار ښار د څلورمې حوزې اړوند د عیدګاه جومات په سیمه کې نیول شوي.
نوموړي وویل دغه ۱۴ کلن هلک د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ د انګوریانو د کلي اوسېدونکی دی او تېره ورځ په یاده سیمه کې د ځانمرګي واسکټ د تر لاسه کولو پر مهال نیول شوی دی.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي، چې دغه ځانمرګي هلک په لومړي سر کې د وسله والو مخالفینو سره اړیکه پیدا کړې وه او وروسته د شل زره پاکستاني کلدارو په بدل کې ځانمرګي برید ته چمتو شوی وو.
درانی وايي، دې ځانمرګي برید کوونکي غوښتل د میوند ولسوالۍ پر امنیه قوماندان سلطان محمد او یا هم د ژېړۍ ولسوالۍ پر امنیه قوماندان معصوم خان برید تر سره کړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې ونیول شو.
دی زیاتوي، چې برید کوونکي هم په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې د برید له پاره یې شل زره پاکستانۍ کلدارې تر لاسه کړې.
تر اوسه وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملي امنیت وايي، په ننګرهار ولایت کې یې د ځانمرګو بریدکوونکو یو طراح ملا عبدالصبور له خپلو دریو ملګرو سره یو ځای وژلی دی.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین