۰

هلمند کې ۲۰۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

سه شنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۳۵
چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د پیل شوي جګړې په ترڅ کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۲۰۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او جګړه لا هم روانه ده.
هلمند کې ۲۰۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د پیل شوي جګړې په ترڅ کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۲۰۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او جګړه لا هم روانه ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هلمند والي حیات الله حیات نن له نظامي مسؤولینو سره د یوې ګډې خبري غونډې پر مهال وویل، چې له تېرو ۷۲ ساعتونو راهیسې جګړه پیل شوې ده او دا مهال تازه دمي ځواکونه سیمې ته رسېدلي.
د ښاغلي حیات په خبره په دې ۷۲ ساعته جګړه کې ۱۱۸ وسله وال مخالفین وژل شوي، ۷۳ تنه ټپیان او ۱۱ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.
ښاغلي حیات وايي، په جګړه کې افغان سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېر په اړه یې څه ونه ویل.
د هلمند والي زیاتوي، چې دا مهال سیمې ته تازه دمي سرتېري رسېدلي او د جګړې په لومړی کرښه دي چې ډېر ژر به له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیول شي.
نوموړي وویل، چې جنګېدونکي وسله وال د ملا جانان کسان دي او د ډېرو سیمو د بېرته نیولو له پاره د افغان ځواکونو له خوا قومي تدابیر نیول شوي دي، چې په ځینو سیمو کې جنګ روان دی او ځینو هغو ته پلان جوړېږي.
د هلمند والي هغه اوازې رد کړې چې ګوندې د لښکرګاه ښار به سقوط وکړي او ويې ويل، چې له کندهار څخه ځانګړي کومانډويي او ضربتي ځواکونه رسيدلي او د امنيت ساتلو لپاره جدي تدابير نيول شوي دي.
په ورته وخت کې په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مرستيال جنرال فيض محمد و ويل، چې د دوی کومانډويي او نور ځواکونه په عملياتو بوخت دي، د دولت وسله وال مخالفین یې پر شاتمبولي.
دغه راز د پوليسو د ۵۰۵ بُست زون قوماندان مل پاسوال عصمت الله دولتزي وايي، دوی ټولو سيمو ته چې په تېرو درېيو ورځو کې جنګونه په کې شوي، مرستندوی ځواکونه رسولي او مخالفين نور پرمختګ ته لاره نه شي پيداکولی.
باید وویل شي، چې د ښاغلي دولتزي تېره ورځ ویلي و، چې په دغه جګړه کې شاوخوا ۱۰۰ تنو افغان سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو نن چارواکو په دې اړه څه ونه ویل.
بلخوا طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، د هلمند په بېلابېلو سيمو کې يې بريدونه کړي او لسګونو دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه د خپلو وسله والو د مرګ ژوبلې راپور رد او ادعا یې کړې چې ګڼ شمېر نظامي وسايط، وسلې او مهمات يې ترلاسه کړي.
جمهورآژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین