۰

پکتیکا کې ۱۷ وسله وال وژل شوي دي

سه شنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۳۷
د افغانستان دفاع وزارت وايي، پکتیکا ولایت کې د هوايي بریدونو پر مهال ۲۳ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پکتیکا کې ۱۷ وسله وال وژل شوي دي
د افغانستان دفاع وزارت وايي، پکتیکا ولایت کې د هوايي بریدونو پر مهال ۲۳ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بریدونه نن د پکتیکا، په ګیانې، ګومل او احمد خېلو ولسوالیو کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې جنګي چورلکو لومړی په ګیانې ولسوالۍ کې پر وسله والو هوايي برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۸ وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
دغه راز خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوهم برید په ګومل ولسوالۍ کې شوی، چې پر مهال یې ۶ وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په احمدخېلو ولسوالۍ کې بیا د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال وژل شوي دي.
تر اوسه پورې وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:پکتیکا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین