۰

کابل کې د نجونو له پاره ځانګړی پوهنتون پرانستل شو

چهارشنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۴
د لومړي ځل له پاره په افغانستان کې د نجونو له پاره د ځانګړي پوهنتون ودانۍ جوړه او د هېواد د لومړۍ مېرمنې رولا غني له خوا پرانستل شوه.
کابل کې د نجونو له پاره ځانګړی پوهنتون پرانستل شو
د لومړي ځل له پاره په افغانستان کې د نجونو له پاره د ځانګړي پوهنتون ودانۍ جوړه او د هېواد د لومړۍ مېرمنې رولا غني له خوا پرانستل شوه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پوهنتون په پلازمېنه کابل کې جوړ شوی، چې په کې د طب، کمپیوټر ساینس او منجمنټ یا ادارې په ګډون بېلا بېلې پوهنځۍ لري.
یاد پوهنتون د مورا په نوم نومول شوی دی او تېره ورځ یې د ودانۍ د پرانستې په مراسمو کې د هېواد د لومړۍ مېرمنې په ګډون ګڼو دولتي چارواکو ګډون کړی وو.
د هېواد لومړۍ مېرمنې اغلې غني د ودانۍ د پرانستې په مراسمو کې وویل، چې دا پوهنتون به د هغو افغان نجونو له پاره د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي، چې نه غواړي د کورنیو ستونزو له امله په بېلا بېلو پوهنتونو کې زده کړې وکړي.
په ورته وخت کې د مورا پوهنتون شر عزیز امیري وايي، دا د ښځو له پاره یو بې سارۍ پوهنتون دی، او نجونو ته به په کې په مختلفو برمو کې لوړې زده کړې ورکول کېږي.
د هغه په وینا په یاد پوهنتون کې د نجونو لپاره ځانګړې لیلیه هم شته چې د نورو ولایتونو محصلو نجونو ته د اوسېدو امکان برابروي.
هغه وویل«دا لیلیه د ۹۶۰ محصلانو لپاره ده، موږ غواړو د سرطان او نورو ناروغیو د روزنې یو تخصصي مرکز هم پرانیزو.»
باید وویل شي، چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې نجونو ته د ځانګړي پوهنتون د جوړېدو ژمنه کړې.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین