۰

د غزني پر استناف محکمې ډلیز برید د ۴ بریدګرو په وژنې سره پای ته ورسېد

چهارشنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۳
امنیتي چارواکي وايي، د غزني ولایت پر استناف محکمې د وسله والو ډلیز ځانمرګی برید د څلورو بریدګرو او یوه پولیس په وژل کېدو پای ته ورسېد.
د غزني پر استناف محکمې ډلیز برید د ۴ بریدګرو په وژنې سره پای ته ورسېد
امنیتي چارواکي وايي، د غزني ولایت پر استناف محکمې د وسله والو ډلیز ځانمرګی برید د څلورو بریدګرو او یوه پولیس په وژل کېدو پای ته ورسېد.
د جمهور آژانس د خبر له مخې امنیتي چارواکي زیاتوي، چې له برید کوونکو یو تن موټر ته چاودنه ورکړې او درې نور د افغان ځواکونو په ډزو وژل شوي.
د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وايي، لومړی یوه برید کوونکي د محکمې مخې ته چاودنه کړې او وروسته درې نور بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا و وژل شول.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې یو پولیس هم وژل شوی دی او په ټپیانو کې د یادې محکمې رییس هم شامل دی.
د غزني والي محمد امان امین وايي، په دغه برید کې یو پولیس او پنځه تنه ولسي وګړي وژل شوي او د محکمې د رییس په ګډون ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي، چې څلور واړه بریدګر په ۱۰ دقیقو کې د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي دي.
په ورته وخت کې د غزني د والي ویاند جاوید سالنګي وايي، برید کوونکي سهار لس بجې په ټونس موټر کې راغلي او له رسېدو سره سم یې ډزې کړې دي.
د دغه برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي، چې برید کوونکو هغه مهال برید کړی، چې د څارنوالۍ مخې ته ګڼ پولیس راغونډ شوي و، او یو شمېر یې وژل شوي.
دا په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې په پلازمېنه کابل کې د میدان وردګو ولایت د استناف محکمې د کارکوونکو پر موټر هم ځانمرګي برید کې ۱۱ تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي وو.
جمهورآژانس:غزني


.
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین