۰

کنړ کې یو ځانمرګی بریدګر نیول شوی

دوشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۱
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست په کنړ ولایت کې د یوه تن ځانمرګي برید کوونکي د نیولو خبر ورکوي.
کنړ کې یو ځانمرګی بریدګر نیول شوی
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست په کنړ ولایت کې د یوه تن ځانمرګي برید کوونکي د نیولو خبر ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت نه په نننۍ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بریدګر د کنړ ولایت مرکز اسعدآباد کې نیولی دی.
سرچینې ویلي، بریدګر حفیظ الرحمن نومېږي، د محمد نبي زوی دی او هوډ یې درلود په اسعد آباد ښار کې ځانمرګی برید ترسره کړي.
خبرپانه وایي، بریدګر په خپلو لومړنیو اعترافاتو کې ویلي، چې پوځي او له ځانمرګو واسکټونو څخه یې د ګټنې زده کړې په پېښور ښار کې له خپلو پنجابي ښوونکو کړې دي.
نوموړي برید کوونکي زیاته کړې، چې پنجابي ښوونکو ورته ویلي، که چېرې پر افغانستان کې ځانمرګی برید ترسره کړي وار له مخې به جنت ته لاړ شي.
په ورته وخت کې خبرپاڼې د کنړ په څوکۍ ولسوالۍ کې هم د یوه ډیناډوله موټر چې چاوېدونکي توکي په کې بار و د کشف او تر لاسه کولو خبر ورکوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې موټر کې سلګونو بنډله چاودېدونکې فلیته ترهګرو ډلو ته د لېږد او ورڅخه د ماینونو جوړولو په برخه کې د ګټنې په موخه ځای پر ځای شوې وه، چې کشف او ونیول شو.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یو ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوی وو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین