۰

کندوز کې ۱۵ وسله وال وژل شوي دي

چهارشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۱
امنیتي چارواکي وايي، په کندوز ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۲۳ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندوز کې ۱۵ وسله وال وژل شوي دي
امنیتي چارواکي وايي، په کندوز ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۲۳ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندوز امنیه قوماندان جنرال قسیم جنګل باغ زیاتوي، چې دغه عملیات تېره شپه د مرکز د حضرت سلطان په سیمه کې تر سره شوي دي.
نوموړي جمهور خبري آژانس ته وویل، چې د وسله والو پر ضد دغه ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د افغان ځانګړو ځواکونو سربېره بهرنیو ځواکونو هم ګډون کړی وو.
د جنګل باغ په وینا په یادو عملیاتو کې ۱۵ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۸ تنه نور یې ټپیان شوي دي چې په وژل شویو وسله والو کې امکان لري د هغوی قوماندان هم ویلي.
د کندوز امنیه قوماندان زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ۲۰ تنه شکمن کسان هم نیولي شوي، چې ځینې یې ښايي له وسله والو مخالفینو سره لاس ولري.
تر اوسه پورې وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
انیتاکارګر: بغلان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین